سویډن په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
تر فنلنډ وروسته اوس سوېډن هم د ناټو له فوځي تړون سره د یو ځای کېدو غوښتنه لاسلیک کړې ده.
د سوېډن د بهرنیو چاري وزیرې آن لینده نن د ناټو له فوځي تړون سره د یوځای کېدو غوښتنه لاسلیک کړې ده.
د ریانووستی له راپور سره سم، تېره اوونۍ د سوېډن واکمن سوسیال ګوند په ناټو کې د غړیتوب پرېکړه وکړه خو تاکید یې وکړ چي د غړیتوب په صورت کې به هم په خپله خاوره کې د ایټمي وسلو او فوځي اډو د جوړېدو اجازه نه ورکوي.
د سویډن لومړی وزیر اعلان وکړ چي ناټو سره یو ځای کېدا د دې هیواد په امنیت ښه اثرات لري.
سوېډن او فنلنډ په داسي حال کې ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتنه مطرح کړې ده چي مسکو په دې اړه سختي خبرداری ورکړي وي.
ناټو هم د یادو هیوادونو له غوښتنې څخه هرکلی کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیانیه کې ویلي چي که سویډن ناټو سره یو ځای شي نو روسیه هم فوځي اقداماتو ته مجبوره کیږي.