په اروپا کښې د امریکا یولک پوځيان پاتې کیږي
سي این این ټيلي ويژن د امریکا د خبرو سرچینو په قول په یوه راپور کښې د روسیې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د واشنګټن د یولک پوځيانو د پاتې کیدا د احتمال خبر ورکړ.
په داسې حال کښې چې د اوکراین د کړکیچ په هکله د روسیې او د لویدیځو هیوادونو ترمینځ تاوتریخوالي هماغه راز دوام لري واشنګټن د روسیې له ګواښ سره د مقابلې لپاره احتمالا خپل په زرګونو پوځیان په اروپايي اتحادیې کښې هماغه راز پاتې ساتي .
د امریکا چارواکو چې نومونه یې نه دي ښودل شوي وویل هیله کیږي چې امریکا د نه اټکل وړ د راتلونکي لپاره خپل یولک پوځیان په اروپا کښې دیره کړي ځکه چې مکمنه ده روسیه تاوتریخوالی زیات کړي او سویډن او فینلینډ یا د ناټو غړیو ته ګواښ وکړي .
د دغه راپور پراساس په دغه پلان باندې په بروکسل کښې د ناڼو د پوځي مشرانو د تیرې پنجشنبې ورځې له غونډې وروسته غور روان دی .
د ناټو د غړیو هیوادونو د پوځ مشران د دغه پوځي ائتلاف د دفاع وزیرانو د جون د میاشتې غونډې ته د سپارښتنو د وړاندې کولو په حال کښې دي او د امریکا د ولسمشر جوبایډن په شمول د ناټو مشران به د روان میلادي کال د مي میاشتې په اخر کښې په اسپانیا کښې له یوبل سره کتنې وکړي .
په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې په اوکراین باندې د روسیې له حملې مخکې په اروپا کښې د امریکا شپیته زره پوځیان دیره وو او حاضردمه دغه شمیر کابو یولک کسانو ته رسیدلی دی .