پاکستان د کشمیر په اړه د هندپه تازه دریځ غبرګون وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116280-پاکستان_د_کشمیر_په_اړه_د_هندپه_تازه_دریځ_غبرګون_وښوده
د پاکستان استازندویه دفتر د هندي چارواکود څرګندونو په ردولو سره ویلی دی د ملګروملتو پریکړه لیک ته په پام سره کشمیر یوه لانجمنه سیمه ده چی برخلیک ټاکل یې یوازې د کشمیر د خلکو په غاړه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2022 01:36 Asia/Kabul
  • پاکستان د کشمیر په اړه د هندپه تازه دریځ غبرګون وښوده

د پاکستان استازندویه دفتر د هندي چارواکود څرګندونو په ردولو سره ویلی دی د ملګروملتو پریکړه لیک ته په پام سره کشمیر یوه لانجمنه سیمه ده چی برخلیک ټاکل یې یوازې د کشمیر د خلکو په غاړه دي .

په ملګروملتو کې د پاکستان دفتر د هند لخوا د کشمیر نه بیلیدونکی برخې د بللو په اړه وویل جمو او کشمیر هیڅکله د هند برخه نده اوهندوستان په کشمیر هیڅ حق نلری .

د اسلام اباد د اکسپریس خپرونې د راپور له مخې د پاکستان استازندویه دفتر د هندي چارواکود څرګندونو په ردولو سره ویلی دی د ملګروملتو پریکړه لیک ته په پام سره کشمیر یوه لانجمنه سیمه ده چی برخلیک ټاکل یې یوازې د کشمیر د خلکو په غاړه دي .

د دغه راپور په اساس د هندوستان حکومت د ملګروملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک په ښکاره خلاف ورزۍ سره له تیرې یوې لسیزې هڅه کوی د جغرافیایی بدلونونو په رامینځته کولو سره د هندوانو له نفوسو سره په پرتلنه کې د مسلمانانو نفوس په لږکی کې راولي .