اوکراین له روسیې سره د اوربند وړاندیز رد کړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخائیلو پودولیاک له روسیې سره د اووربند او د ځمکې د تسلیمولو وړاندیز رد کړ .
هغه له روسیې سره د اوربند او په نیول شویو سیمو کښې د روسیې د عسکرو د پاتې کیدا لپاره د لویدیځ د وړاندیز په ردولو سره وویل اوربند د کریملین په ګټه دی خو ماسکو باید ماتي وخوري .
میخائیلو پودولیاک په دې خبرې باندې اعتراف سره چې د جنګ په هکله د اوکراین دریځ ساز باز نه کول دي ادعا وکړه روسیې ته امتیاز ورکول به د اوکراین لپاره اپوټه نتیجه ولري ځکه چې ماسکو به په جنګ کښې له هرې وقفې وروسته په ډیر شدت سره ځواب ورکړي .
هغه وویل د روسیې عسکر باید له اوکراین ووځي او له هغې وروسته د سولې د خبرو اترو د بهیر دوام امکان لري .
د روسیې او د اوکراین د جنګ له پیلیدا راهسې تراوسه په بیلابیلو سویو د دواړو هیوادونو د پلاویو تر مینځ خبرې شوي دي خو د پراخ اوربند سبب نه دي شوي .
په ترکیې کښې د روسیې او د اوکراین خبرو اترو هم کومه معلومه نتیجه نه ده لرلي .