د امریکا پخواني ولسمشر په جوبایډن نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116574-د_امریکا_پخواني_ولسمشر_په_جوبایډن_نیوکه_وکړه
تاس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه چې د اوکراین په هکله د اوسني ولسمشر جوبایډن د حکومت سیاستونه د دریم نړیوال جنګ د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 08:34 Asia/Kabul
  • د امریکا پخواني ولسمشر په جوبایډن نیوکه وکړه

تاس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه چې د اوکراین په هکله د اوسني ولسمشر جوبایډن د حکومت سیاستونه د دریم نړیوال جنګ د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي.

د امریکا پخواني جنجالي ولسمشر ټرامپ پرون په «وایو مینګ» ایالت کښې د خپلو پلویانو په غونډه کښې د ولسمشر جوبایډن د حکومت په کړچار باندې نیوکې سره وویل د اوکراین په هکله د امریکا د اوسني  حکومت سیاستونه د دریمې نړیوالې جګړې د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي.

هغه یوځل بیا وویل که چیرې زه د ۲۰۲۰ میلادي کال په انتخاباتو کښې ولسمشر انتخاب شوی وائ هیڅکله به د اوکراین جنګ نه کیده.

ټرامپ مخکې هم د روسیې په وړاندې د جوبایډن د حکومت په کړچار باندې نیوکې سره ادعا کړي وه ممکنه ده چې په میلیونونو کسان مړه شي ځکه چې واشنګټن نه پوهیږي چې په کوم ډول له روسیې سره چلند وکړي.

هغه وویل په اوکراین باندې د روسیې حمله د جوبایډن د ولسمشرۍ په وخت کښې  د امریکا د کمزورتیا او د ناتوانۍ په وجه شوي ده .