پاپ ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116674-پاپ_ته_د_اسلامي_انقلاب_د_معظم_رهبر_پیغام
د ایران د علمیه حوزو مدیر په واټیکان کښې د کاتولیک عیسایانو له مشر (پاپ) سره په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر زباني پیغام هغه ته ورسوه
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 01, 2022 05:09 Asia/Kabul
  • پاپ ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پیغام

د ایران د علمیه حوزو مدیر په واټیکان کښې د کاتولیک عیسایانو له مشر (پاپ) سره په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر زباني پیغام هغه ته ورسوه

آیت ا... علیرضا اعرافي په دغه ملاقات کښې وویل: پس له دې چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر زما له سفره خبر شو، تاسو ته یې سلام راولیږه او ستاسو مخینه او له لاتیني امریکې یې ستاسو اړیکې وستایلې او د ځینو هغو دریځونو قدرونه یې وکړه چې تاسو د اسلام او عیسائیت ترمینځ د اړیکو په برابرولو کښې غوره کړې دي او ټینګار یې وکړ، مونږ په تمه یو چې تاسو هم داشان د نړۍ له مظلومانو په تیره بیا د فلسطین او یمن د خلکو د دفاع په لړ کښې کوشش وکړئ او روښانه او راڼه دریځونه ولرئ.

هغه له پاپ سره په ملاقات کښې زیاته کړه: د اسلامي انقلاب معظم رهبر هیله لري چې د فلسطین له خلکو په دفاع او د فلسطینیانو او د دغه ټاټوبي د ټولو دینونو د منونکو په شمول یې د اصلي اوسیدونکو ترمینځ د انتخاباتو او رایو له مخې په فلسطین باندې واکمن نظام جوړ شي.

په دغه کتنه کښې پاپ هم وویل: د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ایران دیني مراجع او مشرانو ته زما سلام ورسوئ او د اسلامي انقلاب د رهبر دا خبرې مونږ هم منو.

د ویلو ده چې د ایران د علمیه حوزو د مدیر آیت ا... اعرافي دا سفر د ایټالیا او واټیکان د علمي مرکزونو او دیني شخصیتونو په بلنه ترسره شوی دی.