امریکا د اوکراین د جنګ د زیاتولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي په داسې حال کښې چې د اوکراین جنګ څلورمې میاشتې ته ورداخل شوی دی د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون وویل د هیمارس(HIMARS) توغندوي سیسټم او د هغه مهمات اوکراین ته استوي.
هغه وویل اوکراین ته په نویو استونکو وسلو کښې توغندوي سیسټمونه شامل دي چې له یوه ځاې څخه بل ځاې ته د انتقال وړتیالري او هغه په دقت سره په اتیا کلومیټرۍ کښې په خپلو هدفونو لګیدلی شي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د نویو وسلو د استولو د پروګرام په اعلانولو سره وویل امریکا به د اوکراین په څنګ کښې ودریږي او دغه هیواد ته به هر ډول دفاعي تجهیزات او وسلې ورکړي.
د روسیې خارجه وزارت پرون وویل اوکراین ته د وسلو هر ډول استول له روسیې سره د امریکا د نیغ په نیغه جنګ خطر زیاتوي.
امریکا او اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د زیاتولو کوشش کوي چې د روسیې اقتصاد دړې وړې کړي.
امریکا او اروپايي هیوادونو دغه راز د نړۍ له ډیرو هیوادونو د داعش او د نورو ترهګرو ډلو ډیر غړي د ترکیې له لارې د اوکراین جنګ ته استولي دي چې هلته د روسیې د پوځيانو پرضد جنګیږي.