د ایران پرضد د پریکړه لیک مسوده بې معنا ده
فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په یوه ټویټر پیغام کښې د ایران پرضد د لویدیځو هیوادونو د پریکړه لیک مسوده چې ټاکل شوي ده د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې مطرح شي بې معنا وبلله.
هغه وویل په حقیقت کښې د ایران په هکله د لویدیځو هیوادونو د پریکړه لیک مسوده بې معنا ده ځکه چې د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په اړیکو به هیڅ مثبت اغیز ونکړي.
میخائیل اولیانوف ټینګار وکړ که چیرې اروپايي اتحادیه موافقې ته رسیدل غواړي نو باید د یوه پریکړه لیک پرځاې ډیرې ډيپلوماټیکې هڅې وکړي.
ټاکل شوي ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا غونډه د جون د میاشتې په شپږمه نیټه ترسره شي او رویټرز خبري اژانس ویلي دي امریکا او درې اورپايي هیوادونه بریتانیا ، فرانسه او جرمني نیت لري په دغه غونډې کښې د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره په ایران باندې د هغه څه په دلیل چې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره یې نه ملګرتیا بللي ده نیوکه وکړي.
په ویانا کښې د ایران پرضد د بندیزونو د ختمولو خبرې اترې له تیرو څو میاشتو راهسې ځنډیدلي دي.
د امریکا حکومت د ویانا د خبرو اترو له پیلیدا راهسې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره د عملي نوښتونو د وړاندې کولو پرځاې په ځلونو هڅه کړي ده چې مخلتف لوري د خبرو اترو د بهیر په سست کولو او د خبرو په لاره کښې په خنډ رامینځته کولو تورن کړي.