د حج د زیارتوالو وړومبنۍ قافله عربستان ته ورسیدله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116858-د_حج_د_زیارتوالو_وړومبنۍ_قافله_عربستان_ته_ورسیدله
له انډونیشیا څخه د حاجیانو وړومبنۍ قافله د حج او دیني فرائضو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته رسیدلې ده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 05, 2022 15:08 Asia/Kabul
  • د حج د زیارتوالو وړومبنۍ قافله عربستان ته ورسیدله

له انډونیشیا څخه د حاجیانو وړومبنۍ قافله د حج او دیني فرائضو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته رسیدلې ده

دا زیارتي سفر چې د کورونا وایرس د خوریدو له امله دوه کاله محدود شوی و، سږ کال د غوره شویو تابیاؤ لاندې ترسره کیږي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزارت په بیانیه کښې راغلي دي چې له انډونیشیا څخه د زیارتوالو وړومبنې کاروان نن د مدینې منورې په هوايي ډګر کوز شوی دی.

دغه زیارتوال به په راتلونکو ورځو کښې مکې مکرمې ته لاړ شي.

د عربستان د حج او عمرې وزات له دې مخکښې اعلان کړی و چې له نورو هیوادونو څخه د حج لپاره ورتلونکي کسان باید عربستان ته له رسیدو نه زیات نه زیات ۷۲ ساعته مخکښې د کرونا د PCR د کړي ټیسټ منفي نتیجه له ځان سره ولري.