انډونیشیا هم د هندوستان سفیر وربللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116978-انډونیشیا_هم_د_هندوستان_سفیر_وربللی_دی
د انډونیشیا د بهرنیو چارو وزارت د رسول الله مبارک په شان کښې د هندوستان د واکمن ګوند د ویاندوي په سپکاوي باندې په اعتراض کښې په جکارتا کښې د دغه هیواد سفیر احضار کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2022 06:41 Asia/Kabul
  • انډونیشیا هم د هندوستان سفیر وربللی دی

د انډونیشیا د بهرنیو چارو وزارت د رسول الله مبارک په شان کښې د هندوستان د واکمن ګوند د ویاندوي په سپکاوي باندې په اعتراض کښې په جکارتا کښې د دغه هیواد سفیر احضار کړ

د انډونیشیا د بهرنیو چارو وزارت د رسول الله مبارک په شان کښې د هندوستان د واکمن ګوند د ویاندوي په سپکاوي باندې په اعتراض کښې په جکارتا کښې د دغه هیواد سفیر احضار کړ

د ایسنا د رپورټ له مخې د انډونیشیا خارجه وزارت هم داشان په خپل ټویټر باندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په هکله د دوو هندي سیاستوالو سپکې او د نه منلو وړ څرګندونې په کلکه وغندلې.

د رحمت او مهربانۍ د پيغمبر خلاف د دغو هندي چارواکو له سپکاوي ډکې څرګندونې د مختلفو دینونو د منونکو ترمینځ د تفرقې او شخړې د رامینځته کولو په موخه د بهارتیا جنتا پارتۍ د کړنلارې یوه نښه ده او په هندوستان کښې پرله پسې مذهبي شخړې او تشدد له یوې داسې کړنلارې سرچینه اخلي.