د روسیې دوما د اروپا د چارواکي دریځ وغند
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117186-د_روسیې_دوما_د_اروپا_د_چارواکي_دریځ_وغند
ایسنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسي جرګې دوما اوکراین ته د اټومي بم د انتقالولو لپاره د اروپايي چارواکي غوښتنې ته غبرګون وښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2022 07:08 Asia/Kabul
  • د روسیې دوما د اروپا د چارواکي دریځ وغند

ایسنا خبري اژانس وايي د روسیې ولسي جرګې دوما اوکراین ته د اټومي بم د انتقالولو لپاره د اروپايي چارواکي غوښتنې ته غبرګون وښود.

د پولینډ هیواد پخواني خارجه وزیر او د پارلمان استازي راډوسلاو سیکورسکي په ټیلي ويژني وینا کښې وویل لویدیځ هیوادونه دغه حق لري چې اوکراین ته اټومي خولۍ ورکړي.

د اروپا د پارلمان د پولینډ استازي وویل اوکراین په ۱۹۹۴ میلادي کال کښې د بوډاپسټ د تفاهم لیک له لاسلیک کیدا وروسته له اټومي فعالیتونو لاس واخیست..... زه باوري یم چې مونږ د لویدیځو هیوادونو په توګه دغه حق لرو چې اوکراین ته اټومي خولۍ ورکړو چې وکولای شي خپله خپلواکۍ وساتي.

خو د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر ویاچسلاو ولودین پرون د اروپا د دغه چارواکي غوښتنې ته په غبرګون کښې وویل د اروپا د پارلمان استازی غواړي په مرکزي اروپا کښې اټومي جنګ رامینځته کړي.

هغه وویل د دا ډول کسانو د شتون په وجه نه یوازې باید اوکراین له  نازیانو ایډیالوژۍ ازاد کړو بلکې باید د دغه هیواد د غیر اټومي حالت په هکه هم باید ډاډ ترلاسه شي.