په هندوستان کې د مسلمانانو ځپل نور هم زیات شول
د هند امنیتي عسکرو مسلمانانو پرضد خپل اقدامات زیات کړي او د هغو فعالانو کورونه چی په مظاهروکې یې ګډون درلوده وران کړي دي .
زمونږ خبریال راپور راکوی د هند مسلمانانو په وروستیو ورځو کې د اسلام د ګران پیغمبر ص د سپکاوی په اعتراض کې مظاهرې ترسره کړی او هغو پرضد د پولیسو د حملو زیاتې ویډیوګانې او انځورونه ثبت شوی دي . په دغو مظاهرو کې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوي هم دي .
د هند امنیتي عسکرو مسلمانانو پرضد خپل اقدامات زیات کړي او د هغو فعالانو کورونه چی په مظاهروکې یې ګډون درلوده وران کړي دي .
هندی مسولانو تایید کړی ده د هند امنیتی عسکرو د مسلمانانو کورونه ویجاړ کړي دي .
د هند واکمن ګوند بی جی پی دوه غړیو په یوه ټیلی ویژیونی مناظره کې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص پرضد سپکونکی خبرې وکړې چی نوی ډیلی پرضد د سیمه ایز واو نړیوالو اعتراضونو سبب شوی دي .