ډيپلوماسیي د نړیوالې ایټمي موافقې بشپړ اجراته دستنیدایوازینې لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117690-ډيپلوماسیي_د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_بشپړ_اجراته_دستنیدایوازینې_لاره_ده
د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده ایران ته دجوزف بورل دسفر په تائيدولو سره چې نن شپه ترسره کیږي،ووئيل،دا په دیارسم حکومت کې تهران ته دجوزف بورل  لومړنی سفر دی ، له دې مخکې د جوزف بورل مرستیال آنریکه مورا هم تهران ته سفر ارکړی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2022 10:05 Asia/Kabul
  • ډيپلوماسیي د نړیوالې ایټمي موافقې بشپړ اجراته دستنیدایوازینې لاره ده

د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده ایران ته دجوزف بورل دسفر په تائيدولو سره چې نن شپه ترسره کیږي،ووئيل،دا په دیارسم حکومت کې تهران ته دجوزف بورل  لومړنی سفر دی ، له دې مخکې د جوزف بورل مرستیال آنریکه مورا هم تهران ته سفر ارکړی ؤ .

فارس  خبری آژانس راپور ورکړی ، د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل ایران ته خپل سفر په تائيدولو سره پخپل ټولنیز پیغام کې ټینګار کړی ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې بشپړ اجرا ته د بیرته ستنیدا یوازینۍ لاره ډيپلوماسي ده  .

بورل پخپل پیغام کې  لیکلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغږملونکي په توګه  د ایران له خارجه زویر حسین امیر عبداللهیان  او نورو اړونده ایرانیو چارواکو سره د لیدوکاتو لپاره تهران ته  سفر کوم .

 داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم  ایران ته د جوزف بورل دسفر په تائيدولو سره چې نن شپه ترسره کیږي ، هم ووئيل ، دا  په دیارسم حکومت کې تهران ته دجوزف بورل  لومړنی سفر دی ، له  دې مخکې د جوزف بورل مرستیال آنریکه مورا هم تهران ته سفر ارکړی ؤ .

سعید خطیب زاده زیاته کړې ،په دغه سفر کې   چې د ایران او اروپائي اتحادئې ترمینځ د روانو سلامشورو په چوکاټ کې ترسره کیږي ، د دوو اړخیزو  اړیکو، سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو  او همداراز د بندیزونو دلیرې کولو لپاره د  وروستیو خبرواترو  د وروستیو  حالاتو په باب به بحث او دنظر تبادله  وشي .