د حضرت امام جواد ع د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
امام جواد (ع ) د امام رضا (ع) زوي او د متعال خدای نهم حجت او د اهل تشیع امام دي چی د پنجشنې په ورځ د ۲۲۰ قمري کال د ذی القعدې د میاشتې په دیرشمه په شهادت ورسېدی.
درست اسلامی ایران د حضرت امام جواد ع د شهادت د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دې .
هغه حضرت د۲۲۰قمری کال په همداسې ورځې دوخت دظالم عباسي واکمن معتصم په حکم شهید کړائ شو . مونږ هم پخپله ونډه داسلام دګران پیغمبر ددغه پاک لمسي دشهادت په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو مینه والو ته تسلیَت وایو .
دوستانو دنهم امام کنیت ،ابوجعفر او دهغه لقبونه هم :تقي ،او جواد دی، چې په بې ساري تقوا او مهرباني باندې سینګار و . دهغه پلاربزرګوارحضرت امام رضا علیه السلام او دهغه موربزرګواره هم خیزران بی بی نومیږي .
حضرت امام جوا دعلیه السلام د ۲۰۳قمری کال کې دخپل پلاربزرګوار له شهادته وروسته په داسې حال کې چې دهغه عمر مبارک له اوو کلونو زیات نه ؤ ، په امامت او رهبرۍ غوره شو .