«شاه همدان» کتاب په اردو وژباړل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118118-شاه_همدان_کتاب_په_اردو_وژباړل_شو
کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول په اردو ژبه د «شاه همدان» کتاب د ترجمه کیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Jul 05, 2022 03:11 Asia/Kabul
  • «شاه همدان» کتاب په اردو وژباړل شو

کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول په اردو ژبه د «شاه همدان» کتاب د ترجمه کیدو خبر ورکړ

په شاه همدان مشهور میر سید علي همداني چې لقب یې امیر کبیر و، د ایران د همدان سیمې یو عارف و چې هند برصغیر ته لاړ او هلته په تیره بیا په کشمیر کښې یې د اسلام او تشیع په دودولو کښې مهم رول ولوبوه. هغه د کُبرویه طریقت یو شیخ و او له وفات کیدو وروسته یې منونکي په (همدانیه) مشهور شول.

د همداني د مذهب په هکله د نظر اختلاف شته دی خو د هغه په افکارو کښې د شیعه مسلمانانو له امامانو سره مینې ته په پام سره، شیعه بلل شوی دی.

هم داشان د هند ټاپو وزمې ته د ایراني کلتور او فارسي ژبې انتقال هم دغې سیمې ته د هغه او د هغه د ملګرو د سفر نورې پایلې دي.

په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول حسن نوریان چې په دغه ښار کښې د پوهنتون د یوشمیر استادانو، د سند د صوبايي چارواکو، مذهبي شخصیتونو او جرنلسټانو په شتون سره د (شاهِ همدان، د اسلامي یووالي بلونکی) ترعنوان لاندې غونډې د ځانګړي استازي په توګه یې وینا کوله، وویل: په شاهِ همدان مشهور او د امیر کبیر تخلص لرونکی سید علي بن شهاب همداني هغه مشهور اسلام پیژاندی، سیلانی، رسیدلی عارف، تکړه شاعر او ستر استاد و چې په ماشومتوب کښې یې قرآن کریم حفظ کړی و.

ښاغلي نوریان د سید علي همداني په هکله ترټولو ښایسته شعر او توصیف، د علامه اقبال وباله او د هغه له (جاوید نامه) کتاب څخه یې د «سیدالسادات، سالار عجم/ دست او معمار تقدیرامم» په مطلع سره یو شعر ولوسته چې میلمنو یې تود هرکلی وکړ.