بریتانیاوال دې دخپلو داخلی مشکلاتو په فکر کې شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118156-بریتانیاوال_دې_دخپلو_داخلی_مشکلاتو_په_فکر_کې_شي
د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې  د انګریز حکومت د دوووزیرانو د استعفی  په غبرګون کې ووئيل ،لندن   له روسیې سره د مقابلې لپاره خپل ټول توان غونډ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2022 11:18 Asia/Kabul
  •  بریتانیاوال دې دخپلو داخلی مشکلاتو په فکر کې شي

د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې  د انګریز حکومت د دوووزیرانو د استعفی  په غبرګون کې ووئيل ،لندن   له روسیې سره د مقابلې لپاره خپل ټول توان غونډ کړی دی .

د بوریس جانسن  حکومت  په تیرو میاشتو کې له ډيرو سیاسی او اجتماعی رسوایانو اوترینګلتیاؤ سره  مخامخ شوی دی .د کرونائي محدودیّتونو خلاف ورزي  او دروغ وئيل هغه موضوعګانې دي ، چې  انګریز لومړی وزیر  او دهغه حکومت بحران رامینځةکونکی شوی دی .  پرون هم  د انګلستان د مالیې وزیر ریشي سوناک او دروغتیائي چارو وزیر ساجد جاوید د بوریس جانسن د وروستیو رسوایانو په تاودۀ پړاؤ کې  اسعتفی ګانې ورکړې .  دواړو وزیرانو وئيلي دي،چې نور خپل  وجدان ته په پام سره  کار ته دوام نشي ورکولی . 

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې ماریا زاخارووا،  د انګریز حکومت د دوو وزیرانو د استعفی په غبرګون کې نن پخپل ټولنیز پیغام کې   لیکلی دي ،لندن خپل ټول توان  له روسیې دمقابلې او د اوکراین  په  شخړو او ترینګلتیاؤ کې د ګډون  لپاره  کارولی دی،خو دخپلو داخلی مشکلاتو باندې په ارزونې کې بې وسه دی .زاخارووا زیاته کړې انګریز حکومت ، له روسیې څخه د ویرونې لپاره خپل اساسی اطلاعاتي او استخباراتي ځواکونه ، روزونکي ، خپل تالی څټي  او ډيرې زیات مالی لګښتونه  یو ځاي کړي دي ، پر دې اساس  دوي د خپلو داخلی مشکلاتو اوترینګلتیاؤ د  حل جوګه نه دي .