بایډن او عربستان ته د سفر د توجیه کولو هلې ځلې
سعودي عربستان ته د سفر په درشل کې، د امریکې ولسمشر جوبایډن په یوه تبصره کې چي په واشنګټن پسټ کې خپره شوې، ادعا کړې ده چي د هغه د ولسمشرۍ په یوه نیم کلنه دوره کې د لوېدیځي اسیا سیمه پر امنه شوې او د پخوا په پرتله پکښې ثبات قائم شوی دی.
بایډن په داسي حالاتو کې د لوېدیځي اسیا سیمې ته سفر کوي چي سعودي عربستان ته د هغه سفر، له پراخو داخلي او بهرني نیوکو سره مخامخ شوی دی، په تېرو دوو کلونو کې د امریکې او عربستان تر مینځ اړیکې د ریاض د بشري حقوقو د نقضونې، د واشنګټن پسټ د خبریال جماش خاشقجي د وژلي او همدارنګه د سعودي په خلاف د بایډن د سختو خبرو د امله کړکېچنې شوې وې. د امریکا د استخباراتي اداراتو پلټنې ښیي چي جمال خاشقجی د سعودي عربستان د ولیعهد له لوري وژل شوی دی.
د بایډن د سفر مخالفان وایي: هغه څه چي بایډن لپاره اهمیت لري د تیلو او عربستان ته د امریکې د حکومت ضرورت دی. بایډن په داسي حال کې عربستان ته په سفر ځي او د سعودي له ولیعهد بن سلمان سره ملاقات کوي چي تر دې مخکې رسنیو سره په مرکه کې د محمد بن سلمان په ګوښه کېدو او د بشري حقوقو د نقضونې په ختمېدو تاکید کړی و.
هغه د محمد بن سلمان څخه د یوه ګوښه شوی او منزوي کس تر عنوان لاندې یادونه کړې وه، لیکن اوس جوبایډن د خپلو مخکنیو وېناو په اپوټه عربستان ته ور روان دی چي محمد بن سلمان سره، د تیلو، د یمن د جګړې، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پیاوړي کېدو او د اسرائیل او د عربستان د رژیمونو تر مینځ د همکاریو او فوځي ائتلاف په شان د مسایلو په هکله سلامشورې وکړي.
د امریکې یو شمېر سناټورانو د بایډن له دغه سفر څخه په مخالفت کې په یو لیک کې هغه ته په خطاب کې ویلي: مونږ دا اجازه نه شو ورکولای، محمد بن سلمان باید دا سوچ نه وکړي چي د خپلو تېروتنو د پایلو سره د مخامخېدنې پرته کولایشي حکومت وکړي.
سعودي عربستان ته د بایډن د سفر په هکله تر پراخو نیوکو وروسته، د امریکا ولسمشر په واشنګټن پست کې د یوې تبصرې په خپرولو سره، هڅه کړې چي عربستان ته له سفر او محمد بن سلمان سره له خبرو اترو څخه دفاع وکړي، بایډن همدارنګه ادعا کړې ده چي د هغه د یو نیم کلن ولسمشرۍ په دوره کې د لوېدیځي اسیا سیمه پرامنه شوې او یو موټۍ شوې ده.
داسي یوه ادعا چي د مایک پمپئو په څېر د امریکې مخکني چارواکو ناسم بللي دي.
په حقیقت کې بایډن په داسي یو حالاتو کې لوېدیځه اسیا ته سفر کوي چي د ایران په خلاف د امریکا بندیزونو او د فشار سیاست ماته خوړلې، افغانستان څخه امریکایي ځواکونه په ناڅاپه وتي دي، په عراق او سوریه کې د امریکا سیاستونه ماته خوړلې او په یمن کې لا هم جګړه روانه ده.
په داسي شان حالاتو بایډن امریکا د سیمي د امنیت او د ثبات لامل بولي.
د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې مخکنی چارواکی پل پیلار په دې اړه وایي: د لوېدیځي اسیا د هیوادونو په وړاندې د جوبایډن سیاست د امریکې د ماتې د څرګندېدو سبب شوی دی.
بایډن په داسي یو حالاتو کې د لوېدیځي اسیا د امنیت په هکله خبرې کوي چي نه یوازې د لوېدیځي اسیا په خلاف د امریکې کمپاین ماته خوړلې بلکې اوس د اکراین او د روسیې د جګړې د امله د تیلو کمښت په سیمي او په نړۍ ناسم اثرات کړي دي.
په دې خاطر عربستان ته د بایډن د سفر یو اصلي هدف د تیلو د زیاتولو لپاره د عربستان او د هغه د عرب ملګرو هڅول دی.
د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرامپ تیلو ته د امریکا د ضرورت په هکله وویل: مونږ داسي یو ولس یو چي د تیلو د ضرورت د پوره کولو لپاره د ونزوئلا او د سعودي عربستان په څېر هیوادونو ته سوال زارۍ کوو.
که څه هم په تېرو میاشتو کې یو شمېر امریکایي چارواکو او رسنیو عربستان ته د بایډن د سفر د توجیه کولو لپاره هڅه کوي لیکن د سیمي په هیوادونو کې روان حالات د امریکې د سیاستونو د نه بریالیتوب ښودنه کوي.
دا یوه ښکاره خبره ده چي د امریکا سیاستونه هیڅکله په لوېدیځه اسیا کې د ثبات او د امنیت په لړ کې نه دي پاته شوي او تل یې هڅه کړې ده چي په لوېدیځه اسیا کې جنګ او جګړې رامینځ ته کړي.