چین یوه حقیقې ستونزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118396-چین_یوه_حقیقې_ستونزه_ده
بایډن د مکزیک له ولسمشر سره په لیده کاته کې د چین له هیواد څخه د امریکې د جدي ستونزې په توګه یادونه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2022 01:34 Asia/Kabul
  • چین یوه حقیقې ستونزه ده

بایډن د مکزیک له ولسمشر سره په لیده کاته کې د چین له هیواد څخه د امریکې د جدي ستونزې په توګه یادونه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تر واکمنېدو وروسته د چین په خلاف خپل د مخکنی سیال دونالد ټرامپ سیاست تعقییوي چي د امله یې د واشنګټن او بیجینګ تر مینځ اړیکې کړکېچني شوي دي.

د امریکا ولسمشر خپل مکزیکي سیال مانوئل لوپز اوبرادور ته وویل: چین نه بلکې امریکا د نړۍ کارخانه بلل کیږي.

د امریکې له لوري د چین په وارداتي توکو باندې د لوړو تعرفو سره سره، چین توانېدلی دی چي امریکا ته خپل د صادراتو کچه څلورنیم میلیارد ډالرو ته ورسوي په داسي حال کې چي چین ته د امریکې د صادراتو کچه له یو نیم میلیارد ډالرو څخه نه ده اوښتې.