په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د تیلو لپاره تقاضا زیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118442-په_۲۰۲۳_میلادي_کال_کې_د_تیلو_لپاره_تقاضا_زیاتیږي
د تیلو د صادروونکو هیوادونو سازمان اوپک د راتلونکی میلادي کال په هکله په خپله وړاندوینه کې ویلي چي په چین کې د کرونا د کمېدو او د اقتصادي ودې او پیاوړتیا د امله د تیلو لپاره تقاضا زیاتیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2022 08:06 Asia/Kabul
  • په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د تیلو لپاره تقاضا زیاتیږي

د تیلو د صادروونکو هیوادونو سازمان اوپک د راتلونکی میلادي کال په هکله په خپله وړاندوینه کې ویلي چي په چین کې د کرونا د کمېدو او د اقتصادي ودې او پیاوړتیا د امله د تیلو لپاره تقاضا زیاتیږي.

د رویټرز له راپور سره سم، اوپک په خپل میاشتنی راپور کې اعلان وکړ چي تمه کیږي په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د تیلو تقاضا د ورځې ۲.۷ میلیون بېلرو ته زیات شي خو په روان کال کې به د تیلو تقاضا زیاته نه شي.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کرونا د وبا له خپرېدو سره، سم په نړۍ کې د تیلو تقاضا کمه شوې وه، خو اټکل کیږي چي یو ځلی بیا به د تېلو تقاضا زیاته شي او د ۲۰۱۹ میلادي کال کچې ته ورسیږي.

په راپور کې راغلې چي په راتلونکی میلادي کال کې جیوپولټیکلو بدلونونو ته په کتو او په چین کې د کرونا کمېدو ته په پام سره، نړیوال اقتصاد وده وکړي او ورسره د تیلو تقاضا زیاته شي.

اوپک وړاندوینه کړې چي په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د اکراین جنګ زور وانخلي او ګرانۍ او د توکو د بیې لوړېدا نړیوال اقتصادي ودې ته ستونزه رامینځته نه کړي.