د امریکا خلک د کورنۍ جنګ په رامینځته کیدا اندیښمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118812-د_امریکا_خلک_د_کورنۍ_جنګ_په_رامینځته_کیدا_اندیښمن_دي
فارس خبري اژانس وايي د یوې نظر غوښتنې پایلې وايي د امریکا څه د پاسه نیمايي خلک په نږدې راتلونکي کښې په دغه هیواد کښې د کورني جنګ په رامینځته کیدا اندیښمن دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2022 01:08 Asia/Kabul
  • د امریکا خلک د کورنۍ جنګ په رامینځته کیدا اندیښمن دي

فارس خبري اژانس وايي د یوې نظر غوښتنې پایلې وايي د امریکا څه د پاسه نیمايي خلک په نږدې راتلونکي کښې په دغه هیواد کښې د کورني جنګ په رامینځته کیدا اندیښمن دي.

د امریکا د کیلي فورنیا د پوهنتون د محققانو د نظر پوښتنې د پایلو پراساس د هیواد پنځوس اعشاریه یو فیصده خلک باوري دي چې زر په دغه هیواد کښې کورنی جنګ پیلیږي او په مقابل کښې اوه څلویښت اعشاریه اته فیصده خلک کورني جنګ ته د امریکا له نږدې کیدا سره مخالف دي.

څه موده مخکې هم د کورني جنګ په لور د امریکا د ګام په ګام د حرکت کولو په هکله راپور خپور شو او د دغه راپور په ځینو برخو کښې په امریکا کښې وروستیو پیښو ته په اشارې سره خبرداری ورکړل شوی چې امریکا د یوه کورني جنګ په لور د ورتلو په حال کښې دی.