انګریز ځواکونو په افغانستان انساني ضده جنایت ترسره کړی
-
فایل فوٹو
د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند مشر وویل: د هر هیواد په لاس د ملکي او غیرپوځي خلکو وژل محکوم او یو انساني ضده جنایت دی
سید جواد حسیني ایران پریس ته په مرکه کښې د افغانستان په جنوب کښې د شپږ میاشتني ماموریت په دوران کښې د انګلستان د ځانګړو ځواکونو د اقدام او د ۵۴ ملکي افغانانو د وژلو په هکله د خپور شوي رپورټ په غبرګون کښې څرګنده کړه: دا اقدام یو څرګند او انساني ضده جنایت دی.
خبري سرچینو په دې وروستیو کښې رپورټ ورکړی چې د انګلستان ځانګړو ځواکونو د افغانستان په سویل کښې په شپږ میاشتنې ماموریت کښې ډیر سړي او ځوانان بې له کومې وجې وژلي دي.
حسیني ټینګار وکړ: دا کار ښودنه کوي چې په هغو شلو کلونو کښې چې بهرنیو ځواکونو افغانستان نیولی و، د افغانستان د خلکو خلاف ګڼ جنایتونه وشول خو په خواشینۍ سره پټ پاتې شول.
هغه وویل: دا چې په افغانستان کښې بهرنیو ځواکونو ولې جنایتونه ترسره کړي دي، ښودنه کوي چې د افغانستان حکومت او نړیوالو موسسو د دغو ځواکونو په کړچار باندې هیڅ څارنه نه ده درلودلې.
ښاغلي حسیني څرګنده کړه: د افغانستان حکومت په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د جنایت د قربانیانو د کورنیو په وړاندې مسئول او ذمه دار دی او په دوامدارو تعقیبونو سره دغه جنایتونه باید په نړیوالو ټولنو کښې تعقیب شي.