د پیغمبر اکرم د مباهلې ورځ مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118856-د_پیغمبر_اکرم_د_مباهلې_ورځ_مو_مبارک_شه
نن د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د مباهلې د ورځې کلیزه ده
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jul 24, 2022 05:17 Asia/Kabul
  • د پیغمبر اکرم د مباهلې ورځ مو مبارک شه

نن د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د مباهلې د ورځې کلیزه ده

د نجران له عیسایانو سره د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) مباهله د اسلام د ابتدا یوه مهمه پيښه ده چې د رسول الله مبارک د دعوت او بلنې د حقانیت نښه ده او د حضرت علي، بي بي فاطمې، امام حسن او امام حسین علیهم السلام په شمول د پيغمبر د ملګرو په فضیلت دلالت کوي.

د مباهلې پیښه د هجرت د نهم کال د ذی الحجې په ۲۴ نیټه رامینځته شوه او د آل عمران د مبارکې سورې ۶۱ آیت کښې چې د مباهلې په آیت مشهور  دی، ورته اشاره شوې ده.

دغه پیښه د شیعه او سني په شمول د ټولو مسلمانانو په منابع کښې راغلې ده. شیعه مسلمانان باور لري چې د مباهلې د آیت له مخې امام علي علیه السلام د رسول الله مبارک د نفس او ژوند په معنا او مقام کښې دی.

د سرچینو له مخې د اسلام قدرمن پیغمبر د نجران له عیسایانو سره له مناظرې او د هغوي له ایمان نه راوړلو وروسته د مباهلې وړاندیز وکړ او هغوي ومنه خو په ټاکلې نیټه چې کله عیسایانو ولیدل چې رسول الله (ص) د ګڼو اصحابو او خپلوانو پرځاې یوازې امام علي، بي بي فاطمه زهرا، امام حسن او امام حسین علیهم السلام له ځان سره راوستي دي نو له مباهلې یې ډډه وکړه. مشر عیسايي پادري وویل: دا زه چې کومې هستۍ وینم، که دوي هم دا اوس دغه غر ته اشاره وکړي نو هغه به هم له خپل ځایه لرې شي ځکه نو له دوي سره مباهله نه شو کولې.

د ویلو ده چې مباهله د حقانیت د ثابتیدو لپاره له خدای تعالی څخه د لعنت او ښیرو غوښتنه ده او د هغو دوو لورو ترمینځ کیږي چې دواړه د حقانیت ادعا لري او ځان په حقه ګڼي.