د امریکا اکثره خلک حکومت فاسد ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118922-د_امریکا_اکثره_خلک_حکومت_فاسد_ګڼي
زمونږ خبریال وايي د یوې نظر پوښتنې نتیجې ښودنه کوي چې د امریکا اکثره خلک خپل حکومت فاسد ګڼي او دریمه برخه ښاریز هم د حکومت پرضد په وسلو لاس پورې کولو ته تیار دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 06:53 Asia/Kabul
  • د امریکا اکثره خلک حکومت فاسد ګڼي

زمونږ خبریال وايي د یوې نظر پوښتنې نتیجې ښودنه کوي چې د امریکا اکثره خلک خپل حکومت فاسد ګڼي او دریمه برخه ښاریز هم د حکومت پرضد په وسلو لاس پورې کولو ته تیار دي.

ډیلي میل ورځپاڼې ویلي دي چې د امریکا څلورڅلویښت فیصده خلک باوري دي چې هیواد یې د کورني جنګ په لور روان دی او د ریپبلیکن ګوند اکثره غړي وايي چې په امریکا کښې به کورنی جنګ رامینځته شي.

د امریکا درې پنځوس فیصده خلک  د ريپبلیکن او نهه دیرش فیصده خلک د ډیموکراټ ګوند ملاتړي دي او وايي چې امریکا به زر له کورني جنګ سره مخامخ شي.

هیل مجلې هم په یوه راپور کښې وویل د امریکا د شیکاګو پوهنتون د سیاست د موسسې نوي نظر سنجې وویل د امریکا اکثره خلک وايي چې حکومت یې فاسد دی او دریمه برخه خلک وايي مکمنه ده چې ډیر زر د حکومت پرضد په وسلو لاس پورې کړي.

په امریکا کښې سږ کال ډیرې ډزې او قتلونه شوي دي چې تر ټولو بده پیښه یې په ټیکساس کښې په یوه ښوونځي کښې ډزې وې چې نولس کسان پکښې مړه شوي وو.