په فرانسه کې دمحمد بن سلمان شتون
جدې ته د امریکا د ولسمشر بایډن دوه اونۍ مخکې سفر او له سعودی ولیعهد سره د هغه دوه اړخیزه کتنه د بن سلمان د اروپایی سفرونو لپاره د پیل ټکې وو
د عربستان ولیعهد بن سلمان د جولای په ۲۸ د فرانسې د ولسمشر بن سلمان په تاوده هرکلی سره پاریس ته لاړ .
بن سلمان له ۲۰۱۸ کاله وروسته د لومړی ځل لپاره یوه اروپایی هیواد ته ولاړ او د فرانسې ولسمشر ماکرون په پاریس کې د بن سلمان تود هرکلې کړې دې . دا په یوه کال کم وخت کې د ماکرون او بن سلمان دوهمه کتنه وه . د فرانسې ولسمشر د ۲۰۲۱ په دسمیر کې له بن سلمان سره د خبرو اترو لپاره عربستان ته سفر کړی وو . بن سلمان پاریس ته په سفر کې د پاریس په خوا کې خپلې ماڼۍ ته ویل کیږی د نړۍ تر ټولو ګران بیه کور دې ، ولاړ .
جدې ته د امریکا د ولسمشر بایډن دوه اونۍ مخکې سفر او له سعودی ولیعهد سره د هغه دوه اړخیزه کتنه د بن سلمان د اروپایی سفرونو لپاره د پیل ټکې وو . د رویټرز په شمول نړیوالو رسندویو له بن سلمان سره د مکرون کتنه په یوکرین کې د جنګ په بهیر کی د تیلو د اصلی تولیدونکی هیواد په توګه د عربستان د د ملاتړ د جلبولو لپاره د لویدیځو هیوادونو د هلو ځلو یوه برخه بللی ده . فرانسه او نور اروپایی هیوادونه سره د امریکا په لټه کې دي د انرژۍ په زمینه کې په اوکراین د روسیې د حملې پاییلې مدیریت کړي . روسیې په اوکراین له حملې وروسته او له یوکرین د لویدیځو هیوادونو تسلیحاتی ملاتړ او روسیې د بایکاټونو په غبرګون کې اروپا ته د ګازو ورلیږل غوڅ کړی دی .
په تیلو سربیره د فرانسې اجتماعی او اقتصادی شرایط هم پاریس ته د بن سلمان په سفر کی یو بل عامل دی . په فرانسه کې له لسو فیصدو زیات انفلیشن او په منی او ژمی کې د سونګو د سخت کمښت ویره د فرانسې د ولسمشر جدی اندیښنه بلل کیږی . فرانسه عربستان ته د وسلو د تر ټولو سترو صادرونکیو هیوادونو کی شامله ده .
فراسنې ته د بن سلمان سفر د خاشقچی د قتل په جنایت کې د بن سلمان د په رول لوبولو کې د بشری حقوقو د ټولنو له نیوکې سره مخامخ شوی ، هغه نیوکې چی فرانسوی چارواکو ورته پام ندې کړې او حتی د فرانسې پولیسو د بن سلمان پرضد د هر ډول مظاهرو د ترسره کولو مخنیوې وکړ .
د اروپا د پارلیمان استازی او شنو ګوند مشر یانیک ژادو په ټوییټر کې ولیکل د ماکرون او بن سلمان د ماښام ډوډۍ په لیسټ یا منو کې د خاشقچی مثله شوی مړې ؟د ژواک چاپیریال اندیښنه ؟صوله او بشری حقوق ؟د مځکې د سرچینو د پاې ورځ ؟نه یوازې تیل او وسله . هماغه څیزونه چی باید نه وي .
ځینو رسندویو هم په پاریس کې له بن سلمان د مکرون ګرم هرکلی په بیانولو کی د محجور بشری حقوقو له اصطلاح استفاده وکړه .
مهمه موضوع دا ده چی فرانسې ته د بن سلمان سفر په نړیوال ډګر کې د بن سلمان د منلو د بهیر د نوی پړاو بشپړونکې او د لودیځ د ادعایی بشری حقوقو تیریدا ده . د بخښنې د نړیوال سازمان عمومی منشی اګنس کالامارد په ټوییټر کې ولیکل په فرانسه کې د دغه قاتل شاهزاده د حثیت ورستنول به هم د امریکا په شان د حقیقی سیاست په توګه توجییه شی ، خو هغه څه چی غلبه لری ، التماس دې . له حقیقت سره مخامخ شو .
د فرانسې ۲۴ چینل هم په دې باره کی ولیکل فرانسې ته د بن سلمان سفر په نړیوال ډګر کې د سعودی عربستان د ولیعهد په منلو کې نوې ګام بلل کیږی او له دې مخکې هم د امریکا ولسمشر بایډن د ر وانې میاشتې په پیل کې له هغه سره کتنه وکړه .