په افغانستان کښې د عاشورا د عزادارۍ مراسم ترسره شول
نن دمحرم دمیاشتې لسمه نیټه ده چې دا ورځ په ټول افغانستان کې دعاشورا د عزادارۍ د مراسمو په ترسره کولو سره تیریږي.
نن دمحرم دمیاشتې لسمه نیټه ده چې دا ورځ په ټول افغانستان کې دعاشورا د عزادارۍ د مراسمو په ترسره کولو سره تیریږي.
دا ورځ په ټولو اسلامي هیوادونو کې دیولړ ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل کیږي .
په افغانستان کې هم دا ورځ په یو لړ شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي چې د افغانستان حکومت هم د عاشورا د مراسمو لپاره امنیتي تدابیر نیولي او دخلکو او دعاشورا د مراسم د ګډونوالو ګڼه ګوڼه هم ډیره ښکاري.
په غزني ولایت کې هم دعاشورا د مراسمو د لمانځلو لپاره ګډونوال ډیر ښکاري . ددې ترڅنګ ددې ولایت امنیتي چارواکي هم له هر ډول امنیتي پیښې څخه د مخنیوی او د آرامې فضا ډاډ ورکوي.
ددې ولایت د امنیت آمر مولوی خادم وايي چې ټول اهل تشیع وروڼه دې په پوره ډاډ سره دعاشورا د عزادارۍ مرسم ولمانځي نوموړی له کلکو امنیتي تدابیرو څخه ډاډ ورکوي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې هرکال د محرم د لسمې دعاشورا مراسم لمانځل کیږي .
دیني عالمان وایي چې د محرم دمیاشتې په لسمه نیټه نفلي عبادات زیات ثواب لري