امام حسین علیه السلام د اسلام د ژغورنې لپاره پاڅون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119526-امام_حسین_علیه_السلام_د_اسلام_د_ژغورنې_لپاره_پاڅون_وکړ
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر د عاشوار په ورځ خپلې وینا کښې د کربلا د پيښې د رایادولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې امام حسین علیه السلام د دښمنانو له شر څخه د اسلام د ژغورنې لپاره پاڅون وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2022 02:56 Asia/Kabul
  • امام حسین علیه السلام د اسلام د ژغورنې لپاره پاڅون وکړ

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر د عاشوار په ورځ خپلې وینا کښې د کربلا د پيښې د رایادولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې امام حسین علیه السلام د دښمنانو له شر څخه د اسلام د ژغورنې لپاره پاڅون وکړ.

سید بدرالدین عبدالملک الحوثي پرون په یوې وینا کښې د امام حسین علیه السلام پاڅون ته په اشارې سره وویل: د امریکې او صهیونیسټي رژیم کړنلاره هم هغه د امام حسین علیه السلام د دښمنانو د کړنلارې دوام دی.

الحوثي زیاته کړه: امام حسین علیه السلام د اصیل او سوچه اسلام او د رسول الله مبارک په لاره تګ وک او د دښمنانو له شر څخه د اسلامي امت د ژغورنې لپاره یې پاڅون وکړ، د امام حسین علیه السلام پآڅون د دین خلاف د امویانو له اقداماتو سره د مقابلې لپاره و.

هغه په دې خبرې سره چې د یزید حکومت د اسلامي امت لپاره یو ګواښ و، وویل: مونږ هغه امت یو چې د امام حسین علیه السلام د زمانې په شان په نښه کړې شوي یو. امریکا او اسرائیل د یزید لارې ته دوام ورکونکي دي او هر څوک چې د هغوي پره وکړي، حالت یې د ابنِ زیات اوشمر په شان دی.