د ماسکو د ګټو په اساس له طالبانو سره ملګرتیا کوو
Aug 15, 2022 09:50 Asia/Kabul
د روسیه حکومت په هغه ځای کی چی د ماسکو ګټې پوره شي له دغه دولت سره ملګرتیا کوی .
د تسنیم خبري اژانس له راپور سره سم په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنوف نن ماسکو ته د طالبانو د موقته دولت د صنعت او تجارت د وزیر سفر ته په اشارې سره د دې خبرې په کولو سره چی طالبان هغه حقیقت دي چی سترګې پرې نشی پټیدلې ، وویل د روسیه حکومت په هغه ځای کی چی د ماسکو ګټې پوره شي له دغه دولت سره ملګرتیا کوی .
ده زیاته کړه د طالبانو له پلاوی سره به مزاکرات چی پکې اقتصاد پوهان او پانګه وال شامل دي ، نن ترسره شي .
په افغانستان کې د روسیې سفیر جوته کړه د طالبانو دا پلاوې نیت لري چی تیل ، د انرزۍ نورې سرچینې ، غنم ، اوړه او غوړی له روسیې واخلی .
ټیګونه