لویدیځ دروسیې په بایکاټولو سره خپلو موخو ته ونه رسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119944-لویدیځ_دروسیې_په_بایکاټولو_سره_خپلو_موخو_ته_ونه_رسیدل
د جون میاشت احصائي اټکلونه  ددې ښودنه کوي چې  داسې بریښي  دروسیې په اقتصاد کې ګډوډۍ پاي ته رسیدلی دی،ځکه په ځينو صنائعو کې  وضعیّت  تثبیت شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2022 03:37 Asia/Kabul
  • لویدیځ دروسیې په بایکاټولو سره خپلو موخو ته ونه رسیدل

د جون میاشت احصائي اټکلونه  ددې ښودنه کوي چې  داسې بریښي  دروسیې په اقتصاد کې ګډوډۍ پاي ته رسیدلی دی،ځکه په ځينو صنائعو کې  وضعیّت  تثبیت شوی دی.

 نیشنل انټرسیت خپرونې  لیکلی دي، په داسې حال کې چې  داوکراین جنګ  شپږمه میاشت پوره کیږي،ډير سیاستوالان، کارپيژاندي او چارواکي په دې چې  لویدیځ دبندیزونو په لګولو سره  نه دی توانیدلی ، دروسیې په ضد دخوښې وړ موخې ترلاسه کړي، اندیښمن شوي دي.

  ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د امریکا دغې خپرونې په خپل ځانګړي رپورټ کې زیاته کړې ده ، دروسیې دفیډرل  داحصایو  د ادارې (روس سټارټ) له خوا د خپرو شوو شمیرنو په اساس، دروسیې اقتصاد د روان کال په دوهمو درو میاشتو کې څلور فیصده  کم شوی دی او دغه کمښت، که څه هم دپآم وړ دی،خو هماغه ډول چې روسي اولویدیځي څارونکو ئې تمه درلوده زیات نه دی.

 د  سینارا پانګونې بانک یوه اقتصاد پوه  سرګئ کونیګین  روئيټرز خبری آژانس ته وئیلی دي، د جون میاشت احصائي اټکلونه  ددې ښودنه کوي چې  داسې بریښي  دروسیې په اقتصاد کې ګډوډۍ پاي ته رسیدلی دی،ځکه په ځينو صنائعو کې  وضعیّت  تثبیت شوی دی.

په عین حال کې د هنګری لومړی وزیر ویکټور اوریّن تیره میاشت په یوې وینا کې  ددې په منلو سره چې  دروسیې په ضد داروپائي اتحادئې بایکاټونو ماته خوړلې ده  وئيلی دي،نوي سټراټژي دې ته اړتیا لري چې باید په جنګ دبریالیتوب په ځای دسولې پر خبرواترو  او د سولې د وړاندیز دمسّودې پر برابرولو تمرکز وشي .