امریکایي کارپوه:
د واشنګټن بهرنی سیاست د درک وړ نه دی
امریکایي استراټژیست جان جوردن ویلي چي د واشنګټن بهرني سیاست نامعلومه دی او د درک وړ نه دی.
دغه امریکایي استراټژیست چي د جمهوري پال ګونډ غړی دی، اسکای نیوز سره په مرکه کې وویل: د امریکا دولت اوس کوم د درک وړ او معلوم بهرنی سیاست نه تعقیبوي. د امریکې د جرګې مشري نانسي پلوسې د ولسمشر د مخالفتونو سره سره، ټایوان ته ولاړه.امریکایي فوځیانو په افغانستان کې د بګرام له اډې څخه د شپې ووتل او زمونږ ملګري یې یوازې پرېښودل، اوس هم په زرګونو امریکایي ښاریز په افغانستان کې لالهانده پاتي دي.
جوردن زیاتوي چي په بهرني سیاست کې د امریکې د ولسمشر جوبایډن لالهاندي دښمنانو ته لاره هواره کړې او امریکې او د هغه ملګرو ته یې زیانونه اړولي دي.
د وروستیو نظر پوښتنو له مخې، ۸۵ سلنه امریکایان په دې باور دي چي د امریکا حکومت په ناسم لوري حرکت کوي.