ټایوان د چین برخه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120114-ټایوان_د_چین_برخه_ده
د چین د دفاع وزیر ویلي چي د ټایوان موضوع د بیجینګ یوه کورني مساله ده او نور دي پکښې له لاسووهنو څخه ډډه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2022 07:37 Asia/Kabul
  • ټایوان د چین برخه ده

د چین د دفاع وزیر ویلي چي د ټایوان موضوع د بیجینګ یوه کورني مساله ده او نور دي پکښې له لاسووهنو څخه ډډه وکړي.

بیجینګ ټایوان د چین د خاورې یوه برخه ګڼي او د امریکې له لوري په ټایوان باندې د وسلو پلور غیرقانوني او د واحد چین د سیاست او د دې هیواد د ملی واکمنۍ او ځمکني بشپړتیا سره په ټکر کې بولي.

د چین د دفاع وزیر وی فنګه په ازبکستان کې د شانګهای په غونډه کې وویل: چین ټایوان ته د امریکې د جرګې د مشرې نانسي پلوسې له سفر سره پرېکنده مخالفت وکړ.

هغه زیاته کړه: د ټایوان په مساله کې د چین د حکومت دریځ د نړۍ د ۱۷۰ هیوادونو له لوري درک او ملاتړ ورڅخه شوی چي مونږ یې قدرونه کوو.

د چین د دفاع وزیر جوته کړه چي بیجینګ غواړي د نورو هیوادونو سره په ملګرتیا له نړیوال عدالت، سولې او ثبات څخه ساتنه وکړي.

فنګه د شانګهای د غړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو په ستاینې سره، دغه سازمان د متمدنو هیوادونو تر مینځ د ګډو ګټو د همکاریو سازمان وباله.

هغه همدارنګه د غړو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چي د شانګهای د سازمان په چوکټ کې خپلې امنیتې او فوځي همکارۍ پراخې کړي.