په امریکا کښې د بیان د ازادۍ دوه ګوڼه معیارونه :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120198-په_امریکا_کښې_د_بیان_د_ازادۍ_دوه_ګوڼه_معیارونه
په سلمان رشدي باندې برید کښې د اسرائیلو د لاس لرلو د احتمال په هکله د ډینور پوهنتون د مینځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز د مشر او د پروفیسر نادر هاشمي له څرګندونو وروسته د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبیلیکن ګوند غړیو د امریکا په پوهنتونونو کښې د ایران د نفوذ په هکله خبرداری ورکړی او ویې ویل نیت لري په راتلونکو میاشتو کښې په دې هکله تحقیق او څیړنه ترسره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 09:25 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې د بیان د ازادۍ دوه ګوڼه معیارونه :-

په سلمان رشدي باندې برید کښې د اسرائیلو د لاس لرلو د احتمال په هکله د ډینور پوهنتون د مینځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز د مشر او د پروفیسر نادر هاشمي له څرګندونو وروسته د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبیلیکن ګوند غړیو د امریکا په پوهنتونونو کښې د ایران د نفوذ په هکله خبرداری ورکړی او ویې ویل نیت لري په راتلونکو میاشتو کښې په دې هکله تحقیق او څیړنه ترسره کړي.

نادر هاشمي څه موده مخکې په یوې مرکې کښې وویل د اټومي تړون له احیا سره د اسرائیلو مخالفت ته په پام سره ممکنه ده جاسوسۍ ادارې موساد په خبرو کښې د ګډوډۍ د رامینځته کولو په هدف سره په سلمان رشدي باندې برید کونکی  د دغه حملې ترسره کولو ته هڅولی وي.

د امریکا د ریپبلیکن ګوند د بهرني سیاست د حوزې مشرانو خبرداری ورکړ د نادر هاشمي دغه څرګندونې د امریکا په پوهنتونونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د تبلیغاتو د نفوذ د پراخیدا ښودنه کوي .

د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوند غړي ګریک اسټیوب(Greg Steube) وویل  په سلمان رشدي باندې حملې کښې د اسرائیلو د لاس د لرلو په هکله د ډینور پوهنتون د پروفیسر نادر هاشمي څرګندونې خطرناکې او غیر واقعي دي او دا د امریکا په پوهنتونونو کښې له یهودیانو سره د مقابلې د پراخیدا سبب کیږي.

د امریکا دغو لوړرتبه چارواکو ټینګار وکړپه راتلونکو میاشتو کښې به له هغه سره چې له یهودیانو سره یې مقابله او د امریکا پرضد د دسیسې د تئوریانو پراختیا وبلله د مقابلې کولو په هدف سره د ډینور پوهنتون په شان له موسسو تحقیق او پوښتنې پیل کړي.

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د ریپبیلکن ګوند غړي جیم بانکس(Jim Banks) وویل همدا اوس د امریکا په پوهنتونونو کښې د یهود ضد او د امریکا ضد دسیسې تئوریانې پراخې شوي دي چې د محصیلینو ذهنونه زهرجن کوي.

ریپبلیکن ګوند باید د پوهنتون په هغو استادانو چې د ایران د حکومت د یهود ضد تبلیغات دودوي څارنه ولري.

ریپبلیکن ګوند ادعا کړي ده چې د بهرنیو هیوادونو په تیره بیا د ایران او د چین له نفوذ سره د مقابلې لپاره په پوهنتونونو کښې د څو پروژو د برابرولو په حال کښې دي خو هغه په راتلونکي کانګرس کښې چې پکښې د ریپبلیکن ګوند د اکثریت د موندلو احتمال زیات دی وړاندې کوي.

د امریکا د ډینور پوهنتون د استاد نادر هاشمي پرضد د ریپبلیکن ګوند د مشرانو سخت دریځ یوځل بیا په امریکا کښې د بیان د ازادۍ په مسله کښې دوه ګوڼه معیارونه او اسټینډرونه راښکاره کړي دي.

په داسې حال کښې چې د پوهنتون دغه استاد یوازې په سلمان رشدي باندې د حملې په زمینه کښې خپل دریځ بیان کړی دی خو ورباندې ژبنې حملې پیل شوي او احتمال شته د ریپبلیکن ګوند د چارواکو دباونو ته په پام سره به له هغه سره چلندونه وشي.

خو پوښتنه دا ده چې نادر هاشمي د خپل نظر په بیانولو سره د امریکا د کوم قانون خلاف ورزۍ کړي ده او یا دا چې په سلمان رشدي باندې حملې کښې د صهیونیسټ رژيم په احتمالي رول باندې د هغه ټینګار به له یهود سره د مقابلې له مسلې سره څه ارتباط ولري؟ ایا د اسرائیلو په هکله هر ډول نظر څرګندول له یهود ضد دریځ سره مساوي دی؟

که چیرې داسې وي نو باید د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم  په جنایتونو باندې نیوکه کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا او هم د بشري حقوقو د موسسو راپورونه او بیانیې له یهود سره مقابلې ته ورته وګڼو.

دا په داسې حال کښې دي چې نه  ملګروملتونو او نه د نړۍ ډیرو هیوادونو دا ډول نظر لرلی او  هغوې د نړۍ د یهودیانو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د توپیر په شتون باوري دي.

په دې لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو د صهیونیزم او د یهودیت ترمینځ په توپیر ټینګار کړی دی.

بل ټکی چې باید په دې زمینه کښې په ګوته شي دا دی چې د امریکا په شمول لویدیځ هیوادونه د شیطاني ایتونو له سپکاوي د ډک کتاب د چاپولو او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پرضد له سپکاوي د ډکو کارټونونو د خپریدا په شان موردونو کښې د بیان د ازادۍ په پلمه د دا ډول اقداماتو د اجازې د لرلو په توجیه بوختیږي.