امریکايي قاضي: کنګل شوې پيسې د افغانستان بانک ملکیت دی
د نیویارک د یوې محکمې قاضي ويلي چې د سپټمبر د یوولسمې د قربانيانو کورنۍ د افغانستان بانک د زیرمو ترلاسه کولو مستحق نه دي.
د سارا نيټبرن په نامه قاضي ويلي، چې یادې پیسې د افغانستان بانک ملکیت دی او بل چاته نه ورکول کېږي. هغې په خپله پرېکړه کې ليکلي، د افغانستان بانک د امريکايي محاکمو د صلاحيتونو له ساحې څخه بهر دی. هغې زیاته کړې چې د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه پرېکړه باید په بېړه ونه شي.
د نوموړې په وينا، د سپټمبر د يوولسمې پېښې د قربانيانو کورنۍ له کلونو راهيسې د عدالت او تاوان غوښتنې کړې او مستحق هم دي، خو قانون دغه کار محدود کړی دی او د دغه قانون له مخې، د افغانستان بانک شتمني د محكمې له واکونو او اختیاراتو وتلې دي.
د راپور له مخې، د دغه قاضي سپارښتنې د يوه بل لوړ فدرالي قاضي لخوا ارزول کيږي چاچې د يوولسم د سپټمبر پېښې د قربانیانو دوسیې څېړلې دي.