فرانسې او جرمني د اوکراین له غوښتنې سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120262-فرانسې_او_جرمني_د_اوکراین_له_غوښتنې_سره_مخالفت_وکړ
فارس خبري اژانس وايي جرمني او فرانسې د روسیې د ټولو ښاریزو لپاره د ویزو د صادرولو د بندیز لپاره د اوکراین له غوښتنې سره مخالفت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 09:09 Asia/Kabul
  • فرانسې او جرمني د اوکراین له غوښتنې سره مخالفت وکړ

فارس خبري اژانس وايي جرمني او فرانسې د روسیې د ټولو ښاریزو لپاره د ویزو د صادرولو د بندیز لپاره د اوکراین له غوښتنې سره مخالفت وکړ.

په اوکراین کښې د جنګ له دوام سره په یووخت د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو ډيپلوماټیک دباونه ، ګواښونه او بایکاټونه دوام لري داسې کړچار چې روسیې هم ورته اقدام ترسره کړی دی.

د فرانسې او د جرمني حکومتونو په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د روسیې ټولو ښاریزو ته د ویزو د صادرولو د بندیز لپاره د اوکراین غوښتنه رد کړه.

له فرانسې او جرمني مخکې د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسول جوزپ بورل هم په یو لړ څرګندونو کښې اروپايي اتحادیې ته د روسیې د ټولو ښاریزو په ورتلو د بندیز له سیاست سره د مخالفت په اعلانولو سره وویل اروپا باید یوازې د روسیې د ځینو ښاریزو د ورتلو مخه ونیسي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په ځلونو په اروپايي اتحادیې غږ کړی و چې د روسیې ښاریزو ته د ویزو په ورکولو بندیز ولګوي چې اروپايي هیوادونه د روسیې د شتمنو خلکو لپاره د خریدارۍ په یوه مرکز بدل نشي.