امریکا د افغانستان پخواني پایلوټان د اوکراین جنګ ته استوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120334-امریکا_د_افغانستان_پخواني_پایلوټان_د_اوکراین_جنګ_ته_استوي
تاس خبري اژانس پرون وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د افغانستان پخوانیو پایلوټانو او نورو افغانانو ته چې د افغانستان د تیر حکومت په امنیتي ځواکونو کښې یې کار کاوه د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې پوځي روزنه ورکړي ده او هغوې د پولینډ هیواد له لارې اوکراین ته استوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2022 00:44 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان پخواني پایلوټان د اوکراین جنګ ته استوي

تاس خبري اژانس پرون وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د افغانستان پخوانیو پایلوټانو او نورو افغانانو ته چې د افغانستان د تیر حکومت په امنیتي ځواکونو کښې یې کار کاوه د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې پوځي روزنه ورکړي ده او هغوې د پولینډ هیواد له لارې اوکراین ته استوي.

له دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې امریکا او بریتانیا د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه د اوکراین جنګ ته استولي دي.

د اوکراین جنګ له ټولو پراخو سیاسي ، پوځي ، اقتصادي او ټولنیزو او حتی کلتوري اړخونو سره سره اومې میاشتې ته ورننوتلی دی او اوکراین ته د امریکا او د نورو لویدیځو هیوادونو د وسلو استول اوس هم دوام لري.

روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول یوازې د جنګ د زیاتیدا سبب کیږي او د نه اټکل وړ پایلې لري.