له افغانستانه په امریکا د برید احتمال زیات شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپئو ادعا وکړه؛ په امریکا باندې د افغانستان له خاورې د حملې احتمال زیات شوی.
هغه په یوه راډیويي پروګرام کښې ادعا وکړه: دغه احتمال چې د افغانستان له خاورې په امریکا برید وشي د تیر کال په نسبت زیات شوی دی.
د امریکا پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو په دې خبرې سره چې امریکا له افغانستان څخه د وتلو په خاطر سپکه او سر ټیټي شوه ادعا وکړه له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په دغه هیواد کښې د طالبانو د حکومت شتون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته زړروتیا او جسارت وربښلی دی.
په افغانستان کښې د امریکا د بریتانیا ، فرانسې او د نورو اروپايي هیوادونو او د ناټو د عسکرو شتون په ټوله سیمه کښې د ناامنیو د نشه ییزو توکو او د ګډوډیو د زیاتیدا سبب شوی و.