امریکا باید په افغانستان کښې په ماتي اعتراف وکړي
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د روسیې سفارت وویل په افغانستان کښې د امریکا پوځي پروګرام ماتي وخوړله او د افغانستان د خلکو له بدبخته کولو پرته یې بل هیڅ نتیجه نلرله.
د روسیې سفارت ډاګینه کړه په افغانستان کښې د امریکا پوځي پروګرام له ماتي خوړلو او د افغانستان خلکو د چټي هیلو له مینځه تلو پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي.
په امریکا کښې د روسیې سفارت وویل په افغانستان کښې د امریکا شل کلن پوځي پروګرام یو کال مخکې پاې ته ورسیداو په تاریخ کښې د امریکا د ترټولو اوږده جنګ نتیجې خواشینونکي دي.
د روسیې سفارت وویل مونږ باوري یوو امریکا باید اوس اعتراف وکړي چې په افغانستان کښې جنګ د امریکا په ماټي سره پاې ته رسیدلی او په دې سربیره د افغانستان جنګ د دغه هیواد د خلکو د پوچو هیلو له مینځه تلو او له ګډوډۍ پرته بیل هیڅ بریا نه ده لرلي.