امریکا باید په افغانستان کښې په ماتي اعتراف وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120376-امریکا_باید_په_افغانستان_کښې_په_ماتي_اعتراف_وکړي
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د روسیې سفارت وویل په افغانستان کښې د امریکا پوځي پروګرام ماتي وخوړله او د افغانستان د خلکو له بدبخته کولو پرته یې بل هیڅ نتیجه نلرله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2022 06:30 Asia/Kabul
  • امریکا باید په افغانستان کښې په ماتي اعتراف وکړي

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د روسیې سفارت وویل په افغانستان کښې د امریکا پوځي پروګرام ماتي وخوړله او د افغانستان د خلکو له بدبخته کولو پرته یې بل هیڅ نتیجه نلرله.

د روسیې سفارت ډاګینه کړه په افغانستان کښې د امریکا پوځي پروګرام له ماتي خوړلو او د افغانستان خلکو د چټي هیلو له مینځه تلو پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي.

په امریکا کښې د روسیې سفارت وویل په افغانستان کښې د امریکا شل کلن پوځي پروګرام یو کال مخکې پاې ته ورسیداو په تاریخ کښې د امریکا د ترټولو اوږده جنګ نتیجې خواشینونکي دي.

د روسیې سفارت وویل مونږ باوري یوو امریکا باید اوس اعتراف وکړي چې په افغانستان کښې جنګ د امریکا په ماټي سره پاې ته رسیدلی او په دې سربیره د افغانستان جنګ د دغه هیواد د خلکو د پوچو هیلو له مینځه تلو او له ګډوډۍ پرته بیل هیڅ بریا نه ده لرلي.