د پاکستان ۳ میلیونه ماشومان سیلابونو اغیزمن کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120480-د_پاکستان_۳_میلیونه_ماشومان_سیلابونو_اغیزمن_کړي
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف په پاکستان کښې د سیلابونو له کبله د ماشومانو له خطر سره د مخامخ کیدا په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 02, 2022 14:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان ۳ میلیونه ماشومان سیلابونو اغیزمن کړي

زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف په پاکستان کښې د سیلابونو له کبله د ماشومانو له خطر سره د مخامخ کیدا په هکله خبرداری ورکړ.

یونیسیف د ناوړه خواړو، په اوبو کښې د ډوبیدا او  له اوبو څخه د ډول ډول انتقالیدونکو ناروغیو په شمول د پاکستان په تاریخ کښې د تر ټولو ناوړه سیلابونو له کبله له خطر سره د مخامخ څه د پاسه درې میلیونه ماشومانو سره د بشردوستانه مرستو په هکله خبرداری ورکړی دی.

بل خبر دا چې د پاکستان د سیند صوبې په بدین ښار کښې دوه وروڼه  او یوه خور چې د سیلاب له کبله بې کوره شوي وو د سړک غاړي ته اوده وو چې ټرک ورباندې وخت او درې واړه په ټپه مړه شول.

دغه درې وژل شوي وروڼه او خور  اتلس کلن عنایت ، دولس کلن وسیم او لس کلنه سیما نومیدل.

بل خبردا چې د پاکستان د سیند صوبې په دادو سیمه کښې د سیلاب اوبه زیاتې شوي دي او د سیلابونو له کبله په هیواد کښې د وژل شویو کسانو شمیر هم دولس سوه ته رسیدلی چې څلور سوه شپاړس پکښې ماشومان دي.

پاکستان کښې سیلابونو دغه راز شپږ زره دوه اتیا کسان ژوبل کړي دي هم دي.

سیلابونو په پاکستان کښې پراخې تباهې رامینځته کړي دي او کورونه ، کروندې ، دکانونه او ودانۍ یې تباه کړي دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د سیلابونو اوبه اوس کمې شوي او خلک خپلو کورونو ته په ستنیدا دي.

سیلابونو د پاکستان یوسل لس سیمې سختې ځپلې دي چې څلوردیرش پکښې په بلوچستان صوبې ، درې دیرش پکښې په خیبر پښتونخوا صوبې ، شپاړس پکښې په سیند صوبې او نورې پاتې سیمې هم په پنجاب صوبې او دغه راز په  ګلګت بلتستان ، او ازاد کشمیر کښې دي.

Image Caption