له روسیي سره په ګډې پوځي مانورې کښې د هندوستان ګډون:-
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وویل نوی ډیلی له روسیې سره په پوځي مانورې کښې ګډون کوي او له ماسکو سره د ملګرتیا پیاوړتیا ته چمتو دی.
د روسیې د وستوک ۲۰۲۲ په نوم پوځي مانوره د چین د هندوستان او د یولسو نورو هیوادونو د پوځیانو په ګډون سره د روسیې په لیرې پرتې سیمې پریمورسکي او د جاپان سمندر په څنډه کښې په تیرې پنجشنبې ورځې پیل شوه او د سپتمپر د میاشتې تر اوومې نیټې پورې دوام لري.
د اوکراین کړکیچ ته په پام سره د دغه پوځي مانورې ترسره کیدل په هماغه حال کښې چې د لویدیځو هیوادونو په مقابل کښې د روسیې د قدرت نندرې ته وړاندې کول دي د امریکا له مخالفتونو سره سره د هندوستان په شمول له خپلو سټراټيژیکو شرکاو سره د روسیې د پوځي پیوستون د پیاودتیا ښودنه کوي.
امریکا ډیره هڅه وکړه چې روسیه څنګ ته کړي.
له دې کبله یې د هندوستان په شان له هیوادونو غوښتي وو له ماسکو سره خپل اقتصادي او سیاسي تعاملات او راشه درشه کمه کړي، سره له دې له روسیې سره په پوځي او انرژۍ برخو کښې ملګرتیا ته د هندوستان ګروهنه د امریکا غوښتنې ته د نوي ډیلي د پام نه کولو او د ملي ګټو پراساس د فیصلو د ترسره کولو ښودنه کوي.
د پوځي مسائیلو شناند چماتروف په دې هکله وویل د ساړه جنګ له وخت راهسې د روسیې او د هندوستان اړیکې سټراټیژیکې دي او همدا اوس نوی ډیلی د ماسکو په څنګ کښې دریدا سره وايي چې له روسیې سره سټراټيژیک تړون ته وفاداره دی.
حقیقت دا دی چې هندوستان دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې لویدیځ د نوي ډیلي لپاره په نړیوال ډګر کښې د تکیه وړ شریک نه دی او نه غواړي له ختیځ سره خپلې سټراټيژیکې او زړې اړیکې له لویدیځ سره د بې بنسټه او د سستو اړیکو قرباني کړي کوم چې له خپلو شرکاو څخه د ملاتړ د منلو وړ هیڅ کارنامه نه ویني.
هندوستان له ډیر پخوا راهسې له ناپییلي سیاست سره متناسب په نړیوال ډګر کښې خپل پروګرامونه تنظیم کړي دي خو د خپلو ګټو په تامینولو کښې له یواړخیزه سیاست څخه د لویدیځو هیوادونو پیروۍ سبب شوي ده چې هندوستان په خورا توګه خپلې ګټې له ختیځ سره د ملګرتیا په پراخولو کښې تعقیب کړي.
البته د هندوستان او د پاکستان ترمینځ له تاوتریخوالو څخه د ډکو سیالیو دوام هم روسیې ته د هندوستان په زیاتې ګروهنې کښې اغیزشیندونکی دی ځکه چې د امریکا او د پاکستان له اوسنیو اختلافاتو چې ورتیر شو تل د واشنګټن او د اسلام اباد اړیکې مخ په پراختیا وې.
د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند امین فرجاد په دې هکله وايي: امریکا تل هڅه کوي له هیوادونو سره خپلې اړیکې د خپلو ګټو د ساتلو په چوکاټ کښې تنظیم کړي او واشنګټن تراوسه په نړیوال نظام کښې خپلې هیڅ ژمنې ته پاې بنده نه وه او نه ده ، په همدې دلیل په زیات ډول په واشنګټن باندې د هندوستان په شمول د هیوادونو اعتماد کم شوی دی.
په هر حال د هندوستان په شمول د دیارلسو هیوادونو په ګډون سره د روسیې د پوځي مانورې ترسره کیدل له لویدیځ سره له هرډول چیلنج سره په مقابلې کښې د ائتلافي هیوادونو د پیوستون د پیاوړتیا ښودنه کوي.
که څه هم د وستوک دوه زره دوه ویشتم په پوځي مانورې کښې ګډون کونکي هیوادونه د اوکراین په کړکیچ کښې د روسیې په ګټه ګډون نلري خو ماسکو د خپلو شرکاو د قدرت نندرې ته په وړانډې کولو سره وايي چې د لویدیځ لخوا د روسیې د څنګ ته کولو سیاست له ماتي سره مخامخ شوی دی او دغه چاره د واشنګټن او د هغه د متحدانو په وړاندې د ماسکو لپاره ستر بریالیتوب دی.
داسی حالت چې په طبیعي ډول د هندوستان او د روسیې ترمینځ له مخکې څخه زیات د اړیکو د پراختیا سبب کیږي.