د بریتانیا ملکه الیزابیت مړه شوه
زمونږ خبریال وايي باکینګهام ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کښې وویل چې د بریتانیا ملکه الیزابیت په شپږنوي کلنۍ کښې مړه شوه.
ملکه الیزابیت د نولس سوه شپږویشتم میلادي کال د اپریل د میاشتې په شپږویشتمه نیټه زیږیدلي وه او په نولس سوه دوه پنځوسم میلادي کال کښې د فرورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه د خپل پلار شپږم جارج له مړینې وروسته سلطنت ته رسیدلي وه.
د بریتانیا باکینګهام سلطنتي ماڼۍ بیګا په یوې بیانیې کښې د ملکې الیزابیت د مړینې خبر اعلان کړ او په دې ډول د هغې زوی دوه اویا کلن چارلس د باچاهۍ پر تخت کیناست.
الیزابیت ویلي وو چې په پینځه نوي کلنۍ کښې به تاج او تخت خپل زوي ته وروسپاري.
هغې د خپل ژوند په اخري کلونو کښې د سلطنت زیات اختیارات د سلطنتي کورنۍ د ځوانانو غړیو ترمینځ ویشلي وو خو هغه له خپلې څوکۍ څنګ ته نشوه.