د لویدیځو هیوادونو وسلې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120792-د_لویدیځو_هیوادونو_وسلې_د_ترهګرو_ډلو_لاسونو_ته_ورځي
اسپوتینک خبري اژانس وايي د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل د لویدیځو هیوادونو جوړې ګڼ شمیر وسلې چې اوکراین ته یې ورکوي د تورو بازارونو له لارې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2022 00:37 Asia/Kabul
  • د لویدیځو هیوادونو وسلې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي

اسپوتینک خبري اژانس وايي د روسیې د کورنیو چارو وزارت وویل د لویدیځو هیوادونو جوړې ګڼ شمیر وسلې چې اوکراین ته یې ورکوي د تورو بازارونو له لارې د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورځي.

د روسیې  د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کالاکولتسف وویل د لویدیځو هیوادونو اکثره جوړې وسلې چې د تورو بازارونو له لارې اوکراین ته ورکول کیږي په نهایت کښې په اروپا او نورو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو او د نورو منظم شویو جنایتکاره ډلو لاسونو ته ورځي.

له روسیې سره په جنګ کښې د اوکراین د ملاتړ په پلمه اروپايي اتحادیې او امریکا په ځلونو اوکراین ته وسلې او پوځي تجهیزات استولي دي او روسیې دغه چاره د جنګ د اوږدیدا سبب بللي ده.

امریکا ، بریتانیا ، فرانسې ، جرمني ، کاناډا او نورو اروپايي هیوادونو له ټولې نړۍ څخه ګڼ شمیر ترهګر د اوکراین جنګ ته استولي دي چې هلته د روسیې پرضد وجنګیږي.