د بریتانیا لومړۍ وزیره جنګ غواړي ده
(last modified Fri, 09 Sep 2022 01:08:28 GMT )
Sep 09, 2022 05:38 Asia/Kabul
  • د بریتانیا لومړۍ وزیره جنګ غواړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي په بریتانیا کښې د جنګ ضد تر ټولو سترې ډلې د هیواد نوي لومړۍ وزیره لیز ټراس جنګ غواړي او د خارج او داخل لپاره خطرناکه وبلله.

د بریتانیا د جنګ ضد تر ټولو ستر ائتلاف سټاپ دا وار په یوې بیانیې کښې وویل د انګلستان د تاریخ یوه ترټولو پوځي لومړۍ وزیره لیز ټراس د پخواني لومړي  وزیر بوریس جانسن ځاې ناستي شوي ده او غیر ممکن دي چې د لیز ټراس د حکومت په وخت کښې د سولې د ټینګیدا د لرلید په هکله مثبت نظر ولرو.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې لیز ټراس په روان میلادي کال کښې د روسیې او د چین پرضد لمسونکي ګواښونه وکړل او همدا اوس د پوځي بودجې د زیاتیدا ژمنه کوي په داسې حال کښې چې د انګلستان په میلیونو خلک د پيټرولو او د خوراکي موادو د کمښت له کبله له بې وزلۍ سره مخامخ دي.

د بریتانیا د جنګ ضد ترټولو سترې ډلې سټاپ دا وار زیاتوي نوي لومړۍ وزیره لیز ټراس په داسې حال کښې د هیواد مالي سرچینې د وسلو په دلالانو او جنګ باندې لګوي چې د میلیونو کارګرانو چې د خواړو او د کورونو د  ګرم ساتلو لپاره پیسې نلري له ملاتړ کولو ډډه کوي.