امریکا اوکراین ته نورې وسلې استولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120884-امریکا_اوکراین_ته_نورې_وسلې_استولي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف له امریکا څخه د هیمارس د توپونو د توغندوي سیسټم چې څو میلیونه ډالره ارزښت لري د ورتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2022 07:55 Asia/Kabul
  • امریکا اوکراین ته نورې وسلې استولي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف له امریکا څخه د هیمارس د توپونو د توغندوي سیسټم چې څو میلیونه ډالره ارزښت لري د ورتلو خبر ورکړ.

لویدیځو هیوادونو او په تیره بیا امریکا نه یوازې په اوکراین کښې د جنګونو د بندیدا او د تاوتریخوالو د کمولو لپاره کوم اقدام ترسره نه دی کړی بلکې اوکراین ته د وسلو او د تجهیزاتو په استولو او په روسیې باندې د دباو په اعمالولو سره یې ناکراریانې نورې هم زیاتې کړي دي.

د اوکراین دفاع وزیر الیکسي رزنیکوف د جرمني په رامشتاین سیمه کښې دامریکا په هوايي اډې کښې له غونډې وروسته وویل د اوکراین پلاوي د اوکراین د دفاعي تماس ډلې پینځم ګټور سفر پاې ته ورسوه او په دغه غونډې کښې د شپږسوه پینځه اویا میلیونو ډالرو اضافي مرسته اعلان شوه او په دغه مرستې  کښې د امریکا جوړ هیمارس توغندوي سیسټم هم شامل دی.

په اوکراین باندې د روسیې له حملې وروسته امریکا تراوسه له اوکراین سره کابو پینځلس اعشاریه دوه میلیارډه ډالره پوځي مرستې کړي دي.

امریکا، بریتانیا ، فرانسې ، جرمني ، کاناډا او نورو اروپايي هیوادونو د داعش، القاعده او د نورو وهابي ترهګرو ډلو ډير کسان د اوکراین جنګ ته استولي دي چې هلته د روسیې د پوځيانو پرضد جنګ وکړي.