روسیې د دریو اروپايي هیوادونو په بیانیې نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف د ایران په هکله د دریو اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او د جرمني د تیرې ورځې په بیانیې نیوکه وکړه.
میخائیل اولیانوف د ایران په هکله د دریو اروپايي هیوادونو د تیرې ورځې په بیانیې باندې نیوکې سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنۍ شورا د غونډې په درشل او د ویانا د خبرو اترو په حساس وخت کښې د دغه بیانیې خپرول بې موقعې اقدام وباله.
د دغو دریو اروپايي هیوادونو د بیانیې له خپریدا وروسته د امریکا د خارجه وزارت یوه ویاند وویل مونږ له انګلستان ، فرانسې او جرمني سره موافق یوو چې د اټومي تړون احیا کیدل باید د ایران په دریو اټومي سایټونو کښې د یورانیمو د ذرو د کشف په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د تحقیقاتو له ختم اعلانیدا سره مشروط نشي.
د امریکا دغه ویاند وویل هغه وخت چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي واکمنې شورا ته راپور ورکړي چې له ایران سره پاتې مسائیل په روښانه ډول حل شوي دي هغه وخت مونږ هیله کوو چې د ایران دغه دوسیه د اټومي اژانس د واکمنې شورا له اجنډا خارجه شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د اټومي فعالیت په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر ټولو نوي راپور وښودله چې د تکراري ادعاګانو مطرح کول او په هغه باندې رسندوي مانوره د ایران د اټومي خبرواترو په بهیر کښې د شک او د ځنډ د رامینځته کولو په هدف سره هماغه راز یو چلول دی چې امریکا او دریو اروپايي هیوادونو انګلستان ، فرانسې او جرمني په تیرو میاشتو کښې هغه غوره کړی دی.