ټرمپ د بګرام د هوايي ډګر په پریښودو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120966-ټرمپ_د_بګرام_د_هوايي_ډګر_په_پریښودو_نیوکه_وکړه
د امریکې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بشپړې وتنې باندې په ټینګار سره وویل: نه وه پکار چې د کابل په خوا کښې د بګرام سټراټیجکه اډه او هوايي ډګر مو ورسپارلی وی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2022 02:58 Asia/Kabul
  • ټرمپ د بګرام د هوايي ډګر په پریښودو نیوکه وکړه

د امریکې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بشپړې وتنې باندې په ټینګار سره وویل: نه وه پکار چې د کابل په خوا کښې د بګرام سټراټیجکه اډه او هوايي ډګر مو ورسپارلی وی

د امریکې تیر ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کښې وویل: په افغانستان کښې د بګرام هوايي اډه چین او هم داشان د بیجنګ سټراټیجکو ایټمي تاسیساتو ته د نزدې والي په وجه د واشنګټن لپاره ډیره مهمه وه.

هغه له این، ډي، ټي وي خبري چینل سره په مرکه کښې وویل چې د جوبایډن د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې په نړۍ کښې د امریکې موقعیت ته ستر تاوان ورسیده چې یو په کښې د بګرام له اډې د دغه هیواد بې پروګرامه وتل دي.

ټرمپ زیاته کړه: د افغانستان د بګرام اډې په کنټرول سره مو کولې شول چې پر دغه هیواد او سیمې باندې پر کنټرول سربیره د چین پّ ختیځ کښې د دغه هیواد په ایټمي تاسیساتو باندې هم څارنه ولرو.