د کرونا پاې نزدې ده
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل: د کرونا ختمیدو ته نزدې شوي یو
په نړۍ کښې په کرونا یا کوویډ-۱۹ باندې د اخته کیدو د اندازې او له امله یې مړو د شمیر په هکله د تازه ثبت شویو معلوماتو له مخې، ۶۱۵ میلیون ۵ لکه ۳ زره او ۸۰۲ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او ۶ میلیونه ۵ لکه ۲۳ زره او ۲۶۳ تنه یې له امله مړه شوي دي.
ملګرو ملتو تیره اونۍ په یو رپورټ کښې خبرداری ورکړی و چې د کوویډ-۱۹ په خوریدو سره په نړۍ کښې ژوند ته امید او هیله، تحصیلات او زده کړې او د ژوند معیار پنځه کاله شاتګ کړی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټډروس آدهانوم وویل: په نړۍ کښې په تیرو دوو اونیو کښې په کرونا د اخته شویو کسانو شمیر د تیرو دوو کالو ترټولو کم حد ته رسیدلی دی.
آدهانوم زیاته کړه: د کرونا د پاې ته رسیدو لیکه لیدې شو خو شرط یې دا دی چې ونه دریږو بلکې لازیاتې هلې ځلې وکړو ترڅو د پاې دغه ټکي ته ورسیږو.