له افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې کمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121106-له_افغانستان_سره_د_ملګرو_ملتونو_بشري_مرستې_کمیږي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) له افغانستان سره د دغه سازمان د مرستو د کمیدو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2022 03:13 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې کمیږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) له افغانستان سره د دغه سازمان د مرستو د کمیدو خبر ورکړی.

تاند خبري سایت لیکلي چې د مرستو کميدو اصلي دليل د نړيوالو مرستندويانو له لوري اوچا ادارې سره په روان میلادي کال کې د غوښتل شويو مالي بسپنو نه شریکول ښودل شوي.

ملګرو ملتونو ویلي،چې شتمنو هېوادونو یوازې د غوښتل شويو مرستو پنځوس سلنه ورته برابره کړې،چې دا کافي نه ده.

اړونده اعلامیه زیاتوي،چې د افغانستان له بشري ناورين سره د مقابلې لپاره نه يوازې د بودیجې کموالی لرو  بلکې په نړيواله کچه د خوراکي توکيو د بیو لوړوالي ېې هم دا چاره اغېزمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نړيوالو اړيکو مسوول ملیسا فلینگ هم په یوه ټویټ کې له شتمنو هېوادونو غوښتي،چې افغان بشري ناورين ته د رسيدګۍ لپاره دغه سازمان سره عاجلې مالي مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له افغانستان سره د عاجلو بشري مرستو لپاره د شاوخوا څلور نیم میلیارده ډالره مرستې غوښتنه کړې وه.

ويل کيږي،چې شتمنو هېوادونو د دغې غوښتل شوې مرستې يوه لږه برخه برابره کړې او په پراخه کچه دې غوښتنې ته رسیده ګي نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ارقامو کې شاوخوا ۲۵ ميلیونه افغانان د عاجلو مرستو مستحق او لازمو خوراکي اړتياوو څخه محروم ګڼل شوي.