حسیني اربعین الهی معجزه اود مسلمانانو دانسجام جلوه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121146-حسیني_اربعین_الهی_معجزه_اود_مسلمانانو_دانسجام_جلوه_ده
سید ابراهیم رییسي د تهران د حسیني اربعین د پاتې کسانو په لاریون کې زیاته کړه اربعین د مسلمانانو د انسجام جلوې ښی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2022 10:05 Asia/Kabul
  • حسیني اربعین الهی معجزه اود مسلمانانو دانسجام جلوه ده

سید ابراهیم رییسي د تهران د حسیني اربعین د پاتې کسانو په لاریون کې زیاته کړه اربعین د مسلمانانو د انسجام جلوې ښی .

د ایرنا له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي حسیني اربعین الهی معجزه اود مسلمانانو دانسجام جلوه وبلله اوټینګار یې وکړ عاشورا هماغه راز ژوندی ده او ژوندۍ به  پاتې شي .

سید ابراهیم رییسي د تهران د حسیني اربعین د پاتې کسانو په لاریون کې زیاته کړه اربعین د مسلمانانو د انسجام جلوې ښی .

نن د ۱۴۴۴ قمری کال د صفرې ۲۰ چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د  ستمبر له ۱۷ سره سمون خوری د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده .

نن د امام حسین ع او د هغه حضرت د باوفا یارانو د څلویښتی له ورځې سره په یووخت د تهران  په زرګونو کسانو له امام حسین ع میدانه تر حضرت عبدالعظیم حسنی حرم په لور حرکت وکړ او له اهل بیتو اطهارو سره یې د عشق ، مینې او ارادت پرتمینې صحنې نندارې ته وړاندې کړې .  

د اسلامی ایران په شمول دکابو اتیا هیوادونو حسیني اربعین زیارتوال د عراق کربلا ته رسیدلي .

دکربلامعلی مرستیال والی عقیل الفتلاوي  ویلی دي   په حسینی اربعیّن کې  دګډون کونکو زیارتوالو شمیر څه دپاسه شل میلیون کسانو ته رسیږي. ده زیاته کړه دحسینی اربعین زیارتوال  دنړۍ له څه دپاسه اتیاؤ هیوادونو  کربلا معلی ته ورغلی دي چې په هغو کې زیاتره د ایران ،پاکستان،افغانستان،عربان اواروپایان او امریکایان  شامل دي . هغه وویل دوی به د حسینی اربعین تر وروستیو پورې دزړه له اخلاصه او په ورین تندي سره د حسینی زیارتوالو  کوربتوب  کوي.