د تاجیکستان او د قیرغیزستان ګڼ شمیر عسکر وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121196-د_تاجیکستان_او_د_قیرغیزستان_ګڼ_شمیر_عسکر_وژل_شوي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د قیرغیزستان د روغتیا وزارت په یوې خبر پاڼه کښې د تاجیکستان او د قیرغیزستان د ځواکونو ترمینځ په سرحدي نښتو کښې یوسل شپږاتیا ته د مړو او د ژوبلو کسانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 19, 2022 04:06 Asia/Kabul
  • د تاجیکستان او د قیرغیزستان  ګڼ شمیر عسکر وژل شوي

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د قیرغیزستان د روغتیا وزارت په یوې خبر پاڼه کښې د تاجیکستان او د قیرغیزستان د ځواکونو ترمینځ په سرحدي نښتو کښې یوسل شپږاتیا ته د مړو او د ژوبلو کسانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ.

د قیرغیزستان د روغتیا وزارت پرون په یوې بیانیې کښې وویل چې له تاجیکستان سره په سرحدي نښتو کښې د دغه هیواد د وژل شویو کسانو شمیر شپږڅلویښتو ته ورزیات شوی دی او یوسل څلویښت نور کسان ژوبل شوي هم دي.

په عین حال کښې د تاجیکستان حکومت هم  وویل د قیرغیزستان او د تاجیکستان د ځواکونو ترمینځ د نښتو له پیلیدا راهسې د تاجیکستان څلورویشت کسان وژل شوي او یوسل یویشت نور ژوبل شوي هم دي.

د تاجیکستان او د قیرغیزستان ترمینځ نوي جنګونه له تیرې چهارشنبې ورځې راهسې پیل شوي دي.

د دواړو هیوادونو چارواکو په تیرې جمعې ورځې ویلي وو چې د اوربند موافقې ته رسیدلي دي خو څو ساعته وروسته تاجیکستان او قیرغیزستان یو بل د اوربند په خلاف ورزۍ کولو او په سرحدي سیمو باندې  په ډزو کولو تورن کړل.