لویدیځ هیوادونه د ګازو د نل د چاودنې مسوول دي
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر سرګي ناریشکین د نورډ سټریم د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې په وروستیو بم چاودنو کښې د لویدیځو هیوادونو د لاس لرلو خبر ورکړ.
هغه وویل چې د نورډ سټریم یو او د نورډ سټریم دوه د ګازو په نل لیکو کښې په وروستیو چاودنو کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د لاس لرلو نښې نښانې شته.
د تیرې سپتمبر میاشتې په شپږویشتمه نیټه د نورډ سټریم یو او د نورډ سټریم دوه د ګازو په نل لیکو باندې همهاله حملې په بالټیک سمندر کښې د ګازو د لیک کیدا او د ګازو د فشار د کمیدا سبب شوي وې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تیرې جمعې ورځ ویلي وو چې امریکا او د هغې متحدان خپل سیاست د بایکاټونو له لګولو څخه د انرژۍ د بیخ بنایانو تباه کولو ته بدل کړی دی.
د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم وویل په نورډ سټریم ګازو نل لیکې بلاندې حمله یو حکومتي ترهګر اقدام دی او د روسیې لوی څارنوال هم د دغه دوسیې په هکله تحقیقات پیل کړي دي.
د نورډ سټریم یو د ګازو نل لیکې چې اروپا ته د ګازو اصلي سرچینه ده د جون له لومړیو څخه په څلویښت فیصده ظرفیت سره کار کاوه خو د جولاۍ میاشتې په لومړیو کښې یې ظرفیت شل فیصدو ته راکم شوی.